یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د هیروشیما او ناګاساکي یادښت؛ د امریکا د جنایتونو دوام!
بسم الله الرحمن الرحيم
د هیروشیما او ناګاساکي یادښت؛ د امریکا د جنایتونو دوام!

(ژباړه)

خبر:

په دې ورځو کې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د ۱۹۴۵م کال د کیمیاوي بمونو د غورځولو یاد په ذهنونوکې ګرځي.

تبصره :

غرب تل د تروریزم او وینې تویونې تور په اسلام پورې تړي؛ خو تاریخ ته په کتو لیدل کیږي، چې دغه هېواد خپله له هغه مهاله چې رامنځته شوی، تر اوسه په نړۍ کې د وېرې او وحشت ریښه ده. نه یوازې د بې ګناه کسانو وینې یې تویې کړې، بلکې تر ان ډبرې او ونې یې هم له شره په امن نه دي پاتې شوې. «دوکتور پال کریګ رابرتس»، چې هوښیار وجدان لري، په امریکا کې یو لوړ رتبه چارواکی او د دغه هېواد د خزانې وزارت پخوانی استازی و؛ داسې لیکلي: «که غربي تمدن سم وي، چې نوم يې تمدن کېږدو، خو دغه تمدن د انسانیت په تاریخ کې د بشر پر ضد ډېر جنایتونه تر سره کړي دي.» نو موږ د امریکا د جنایتونو د تور کتاب ځینو پاڼو ته، چې په تیرو سلو کلونو کې يې تر سره کړي دي، کتنه کوو: 

 - د ۱۹۴۵م د مې په میاشت کې امریکایي چورلکو د آلمان د درسدن ښار په داسې حال کې بمبار کړ، چې کمونیزم له هغې سیمې تللی و او د یوې نظامي موخې په توګه نه یادېده. په دغه بمبار کې ۱۵۰زره ملکي کسان مړه او ۶۰ سلنه د اوسېدو ساختمانونه وېجاړ شول.   

- د ۱۹۴۵م د اګېسټ پر ۶مه د امریکا ولسمشر ترومان امر ورکړ، چې د جاپان په هیروشیما ښار کیمیاوي بم وغورځوي، چې دغه بمبار د ۷۸۱۵۰ انسانانو ژوند ته د پای ټکی کېښود.

- د ۱۹۴۵م د اګېسټ پر ۹مه د امریکا ولسمشر ترومان امر ورکړ، چې دویم ځل د جاپان پر ناګاساکي ښار کیمیاوي بمونه وغورځوي؛ چې دغه بمبار ۷۳۸۸۴ انسانان مړه او ۶۰زره یې ټپیان کړل. پر دې سربېره یې د دغه ښار ټول حیوانات، حشرات او نباتات هم له منځه یووړل.

- امریکا په ۱۹۴۰م کال د یونان د کورنۍ جګړې اور بل کړ، چې د قربانیانو شمېر یې ۱۵۴زرو کسانو ته ورسېد او شاوخوا ۴۰ زره کسان په دې جګړه کې بندیان شول. همدارنګه په دې جګړه کې د نظامي قانون د احکامو په سبب ۶زره کسان اعدام شول؛ په داسې حال کې چې په یونان کې د امریکا پخواني سفیر «ماکویګ» اعتراف کړی و، چې ټول لوی انظباطي او فني اقدامات چې د یونان نظامي حکومت په (۱۹۴۷- ۱۹۴۹م) کې تر سره کړل، په عملي توګه واشنګټن چمتو او پلان کړي وو.

- د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان د ۱۹۶۴م د جولای په ۳۰مه د ویتنام د تونکین په خلیج کې د «۳۴A» پلان پر اساس عملیات پيل کړل، ترڅو د ویتنام په جګړه کې د ورګډېدو لپاره توجیه پیدا کړي او د دغه پلان تر څنګ یې د ویتنام پر څلورو سمندري اډو او د دغه هېواد د سون توکو پر انبارونو ۶۴ هوایي بریدونه وکړل او د همدغو بریدونو پر اساس د امریکا کانګرس د امریکا ولسمشر جانسون ته د آسیا په جنوب ختیځ کې د نظامي ځواکونو د استفادې لپاره واک ورکړ او امریکا د دغه واک په سبب د ویتنام پر وړاندې هوایي، بحري او ځمکنۍ جګړه پیل کړه.

- په ۱۹۶۸م کال کې د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان (سي آی اې) د اندونیزیا ولسمشر سوکارنو پر وړاندې نظامي انقلاب د سوهارتو په مشرۍ پلان کړ، ترڅو د جاپان او هالند له خاورو یوه برخه بېله کړي، چې په دغه انقلاب کې ډېر شمېر کسان اعدام شول او قربانیان یې شاوخوا یو میلیون کسانو ته رسیږي.

- د ۱۹۷۷م د جولای په ۱۴مه د امریکا سنا مجلس د نیوتروني بمونو پر تولید هوکړه وکړه.

- د ۱۹۹۱م په فبرورۍ د امریکا نظامي ځواکونو په عراق کې کې له ۸۴۳۷ زیات د اوسېدو کورونه ویجاړ کړل او د امریکا جګړې په دغه هېواد کې ۱۵۷ پلونه، ۱۳۰ د اوسپنې پټلۍ، ۱۳۰ د برېښنایي انرژۍ اصلي او فرعي اډې، ۲۴۹ وړکتونونه، ۱۳۹ د ټولنیز امن خونې، ۱۰۰ روغتونونه او د درملو مرکزونه او ۱۷۰۸ ابتدایه مدرسې او مکتبونه ویجاړ کړل.

- د ۱۹۹۳م د فبرورۍ په ۱۷مه نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چورلکو په واسطه د عراق د خلکو پر وړاندې د یورانیم لرونکو توغوندیو له کارولو پرده پورته کړه او ویلي یې وو: «د دغه توغوندیو د کارونې له امله زیات شمېر عراقي ماشومان وژل شوي.» دې ورځپاڼې زیاته کړې: «تر ټولو زیات قشر، چې د دغو توغوندویو له کارولو زیانمن شوی، ماشومان دي؛ ځکه د استفاده شويو یورانیمو د ماشومانو د بدن په سلولونو او سیستم منفي تاثیر کړی او آن د میندو په رحم کې د جنین د له منځه وړلو لامل ګرځېدلی دی.

- امریکا په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان یرغل وکړ او په ۲۰۰۳م کال کې یې عراق اشغال کړ.

د امریکا د جنایاتو لړ‎ۍ همداسې تر دغه مهاله دوام لري... نو اړینه ده چې موږ د اسلامي امت اولادونه د امریکا له دغو بې رحمه جنایتونو څخه خبر کړو، ترڅو دوی ته د امریکا اصلي څېره معلومه شي او پوه شي چې د آزادۍ غوښتلو او دموکراسۍ شعارونه او د بشري حقونو کنفرانسونه، چې دغه هېواد یې جوړوي او دغه جامې، چې د امریکا چارواکي یې د تمدن د وړاندې کولو او د بشر دوستۍ لپاره اغوندي، درواغ دي او د نړیوالو په سترګو کې له خاورو شیندلو پرته بل څه نه دي.

لیکوال: غسان کسواني

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې